خوست کې د اناکو متراکم بڼونو څخه څارنه ترسره شوه

mail-admin
Sun, Aug 10 2025 9:33 AM
خوست کې د اناکو متراکم بڼونو څخه څارنه ترسره شوه

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خیلو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارکوونکو، د (او،آر،ډي) مؤسسې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» استازو په ګډه د موسی خیلو ولسوالی د اناکو جوړو شوو متراکمو بڼونو څخه څارنه او نظارت ترسره کړ.
یاد بڼونه چې له مخکې یې نقشه او سروې بشپړه شوې وه، د سیمې پنځو بزګرانو ته د یوه جریب او دوه بسوې باغ جوړولو په موخه په مجموع کې ۳۵۰۰ د اناکو نیالګي (هر بڼوال ته ۷۰۰ نیالګي) وېشل شوي وو.
د دغو متراکمو بڼونو د څارنې لپاره د «اف،اې،او»  ټیم له مرکز کابل څخه خوست ولایت ته راغلی و. یاد پلاوی د بڼونو د کتنې ترڅنګ بڼوالو ته اړینې او عملي لارښوونې وړاندې کړې.
همدارنګه، پلاوي د موسی خیلو ولسوالی کې د شین زر شرکت له فعالیتونو څخه هم لیدنه وکړه، چې د ارزونې پر مهال یې د دغه شرکت کارونه مثبت وبلل او د لا ښه‌والي لپاره یې لازمې مشورې ورسره شریکې کړې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS