پکتیکا کې ۱۲۵ مستحقو مالدارانو ته د مالدارۍ کیټونه ووېشل شول

mail-admin
Sat, Aug 09 2025 9:23 AM
پکتیکا کې ۱۲۵ مستحقو مالدارانو ته د مالدارۍ کیټونه ووېشل شول

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د اړیکو دفتر د یاد ولایت په اوو (۷) ولسوالیو کې د کرنیزو پروژو د تطبیق چارې پر مخ وړي، چې دا بهیر د بزګرانو او مالدارانو د ژوند د ښه والي او اقتصادي پیاوړتیا لپاره دوام لري.
په همدې لړ کې، د سرحوضې ولسوالۍ اړوندو کلیو کې د ۱۲۵ مستحقو مالدارانو لپاره د مالدارۍ کیټونو د وېش لړۍ ترسره شوه.
دغه کیټونه د ټیلو مؤسسې له‌خوا برابر شوي، چې په ټولیز ډول ۲۵ قلمه اړین توکي لري او د مالدارانو د ورځني تولید او مدیریت د ښه‌والي لپاره ترتیب شوي دي.
د کیټونو وېش د سرحوضې ولسوالۍ د مسؤلینو او د پکتیکا د کرنې ریاست د اړوند پلاوی په همغږۍ ترسره شو، چې موخه یې د مالدارانو د اړتیاوو پوره کول، د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا او د کلیوالو اقتصاد پراخول دي.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، چې دا ډول مرستې به په دوامداره توګه د نورو مستحقو بزګرانو او مالدارانو تر منځ هم ترسره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS