پکتیا کې ۱۲۵ تنو مالدارانو  سره د مالدارۍ توکو مرسته وشوه

mail-admin
Tue, Aug 05 2025 1:38 PM
پکتیا کې ۱۲۵ تنو مالدارانو  سره د مالدارۍ توکو مرسته وشوه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اړیکو دفتر مؤسسې  په مرسته د دې ولایت د روحانی بابا ولسوالی کې پر ۱۲۵ تنو مالدارانو باندې د مالدارۍ  بستې ووېشل شوې.
په دغو وېشل شویو توکو کې: «هواکش، اخور، داوبولوښي، دچنجو ضد درمل، ویټامین، شېدو لوشلو سطل، د پرازیټ ضد درمل، دوه جوړی بوټونه، وړوکې سطل، ۱۰ لیتره درمل شیندلو پمب، ۷ کیلوګرامه سپینه سره، د حفظ الصحې کیټ، لکتو میټر، څلور متره پلاستیک، او دشېدو د فلتر لوښي» شامل دي، چې د روحاني بابا ولسوالی کې پر اړمنو مالدارانو وېشل شوي دي.
په یادو مراسمو کې د پکتیا  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ کارکونکې، د یادې ولسوالۍ مسئولیونو، دهمکارې برنامې اړیکو دفتر مسئول او دسیمې مالدارانو ګډون درلود.
د پکتیا د کرنې ریاست د مالدارۍ مدیر  عبدالبصیر  کوچی په خپلو خبرو کې د اړیکو دفتر کړنې وستایلې او همدارنګه مالدارانو څخه یې غوښتنه وکړه، ترڅو له دغو توکو څخه په سمه توګه استفاده وکړي.
ښاغلی کوچی زیاته کړه، چې نور باید مالدارۍ ته وده ورکړو ترڅو د نورو هېوادونو له اړتیا  خلاص شو او د خپل هېواد محصولاتو څخه استفاده وکړو.
د یادونې وړ ده چې، له دې وړاندې یادو مالدارانو ته ددغو صحي وسایلو د استعمال په اړه روزنه هم ورکړل شوې وه.ش

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS