د کندهار څلورو ولسوالیو کې لسګونو بڼوالو ته د روزنې ترڅنګ ورته اړین توکي ووېشل شول

mail-admin
Sat, Aug 02 2025 3:17 PM
د کندهار څلورو ولسوالیو کې لسګونو بڼوالو ته د روزنې ترڅنګ ورته اړین توکي ووېشل شول

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د نشه یې توکو او جرمنو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو.ان.او.ډي.سي) په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري او د ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر مستقیمې څارنې لاندې ۱۶۰ تنه بڼوالو ته د انځر حاصل راټولولو په موخه مؤثره روزنه ورکړل شوه او ترڅنک یې یادو بڼوالو ته د ۳۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د معیاري حاصل راټولولو اړین توکي هو ووېشل شول. 
په دې پروژه کې ۵۰ تنه بڼوالو ته په کښته شاولیکوټ، ۳۰ تنه بڼوالو ته په لوړ شاولیکوټ، ۴۰ تنه بڼوالو ته په خاکریز او ۴۰ تنه بڼوالو ته غورک ولسوالۍ کې د انځر حاصل راټولولو په موخه روزنه ورکړل شوي ده او ترڅنګ یې هر بڼوال ته د ۲۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت یوه المونیمي زینه، یوه د درمل شیندلو ډبه، یوه د ښارخبرۍ قینچي، د حاصل راټولولو او انتقال لپاره ۳ پلاستکي جالي، یو جوړه ستکشې او یو ماسک وېشل شوي دي.
د دې مرستې موخه د بڼوالو مالي ملاتړ، د انځرو د حاصل راټولولو په برخه کې د عصري او عملي میتودونو معرفي کول، بڼوالو ته د مؤثرې روزنې برابرول او له روزنې سره هم مهاله، د معیاري حاصل راټولولو اړین وسایل ورکول دي. دا کار بڼوالو سره مرسته کوي، چې خپل انځر په ښه او معیاري بڼه راټول کړي، ساتنه یې وکړي او وروسته‌ یې مارکیټ ته په ښه ډول عرضه کړي. 
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کې د کرنې د عصري کولو، روزنې او کروندګرو ته د لازمو امکاناتو برابرولو په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي دي. ټاکل شوې چې د همدې لړۍ په دوام به ډېر ژر د ارغستان ولسوالی لسګونو د انارو بڼوالو ته هم د انارو د حاصل راټولولو مسلکي روزنه ورکړل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS