د خوست دکرنې رییس: په ګربزو ولسوالی کې د فوموګیشن مرکز بیرته فعال شو

mail-admin
Wed, Jul 23 2025 10:33 AM
د خوست دکرنې رییس: په ګربزو ولسوالی کې د فوموګیشن مرکز بیرته فعال شو

۱ زمری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایی، چې د خوست ولایت د ګربزو ولسوالی اړوند سیمه کې د ګندا فروټ شرکت تر چتر لاندې د فوموګیشن مرکز یو ځل بیا فعال شو او خپل فعالیت یې له سره پیل کړ.
په یاد مرکز کې به هغه کرنیز محصولات چې ګاونډي هېواد پاکستان ته صادرېږي یا له هغه ځایه واردېږي، د نباتي ناروغیو او آفتونو د مخنیوي په موخه فوموګیټ (درمل شیندنه) شي، ترڅو دا صادراتي او وارداتي توکي د نړۍوالو معیارونو سره سم پاک او خوندیتوب تضمین شي.
د فوموګیشن سنټر د بیا فعالېدو په مراسمو کې د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوي اسلام خان منیب او ورسره مل پلاوي ګډون کړی و. ښاغلی منیب د فوموګیشن بهیر د کرنیزو محصولاتو په وارداتو او صادراتو کې یو مهم، تخنیکي، مؤثر او نړۍوال معیار بللی او ویې ویل چې دا پروسه د افاتو پر وړاندې د مبارزې یو منل شوی میتود دی چې د محصولاتو کیفیت او خوندیتوب تضمینوي.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد مرکز د ټولنیز، اقتصادي او تجارتي ارزښت له مخې ځانګړی اهمیت لري، او د خوست د کرنې ریاست له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه پرمختګ به د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د اسانښت ترڅنګ د خوست بزګرانو ته د بازار موندنې په برخه کې هم مهم فرصتونه برابر کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS