د خوست دوو ولسوالیو کې د نویو کرل شویو بوټو او شولو کروندو څخه لیدنه وشوه

mail-admin
Mon, Jul 21 2025 11:15 AM
د خوست دوو ولسوالیو کې د نویو کرل شویو بوټو او شولو کروندو څخه لیدنه وشوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د صبریو او یعقوبیو ولسوالی کرنیزو چارو مدیرانو له خوا د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرل شوو شولو کروندو او دغه راز د ګربز ولسوالی کې د نویو کرل شویو بټو (روح افزا، نکریزو، زغر او شین چای) څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.
په دې لیدنه کې د کرنیزو چارو متخصصینو د کروندو وضعیت وارزاوه او ځایي بزګرانو ته یې د خړوبولو، خیشاوې، سرې ورکونې، د نباتي آفتونو او ناروغیو د مخنیوي په برخه کې مسلکي مشورې او سپارښتنې وړاندې کړې.
 دغه راز د یادې لیدنې په ترڅ کې د سیمې بزګرانو ته د نباتاتو پیوند کولو لارې چارې، شاخه بري کول او همداشان دناروغیو په پېژندنه، مخنیوی، درملنه او کنترول په اړه د یاد ریاست مسلکي کارمندانو لخوا عملي لارښونې او معلومات ورکړل شول.
 همدارنګه د ګربز په ولسوالی کې د یو تن بزګر لخوا د نوي کرل شوي (روح افزا) بوټي نتیجه او حاصل په کرل شوې ساحه کې ښه وارزول شو.
د خوست دکرنې ریاست چارواکو په خپلو خبرو کې وویل، چې دا په خوست کې د کرنې په برخه کې یو نوی ابتکار دی، چې د نورو نویو کرل شوو بوټو په څېر یې نتیجه مثبته ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په یاده سیمه کې له دې وړاندې (شین چای، نکریزو، زغر او پلوانیا) او داسې نور با ارزښته او د هېواد په کچه کم کرل شوی نباتات کرل شوي دي، چې حاصل او نتیجه یې ښه وه.
یاده لیدنه د کروندګرو د تولید د لوړوالي، حاصلاتو د زیاتوالي او د کرنیزو خدمتونو د ښه والي په موخه ترسره شوې ده.
د خوست د کرنې ریاست مسؤلین ژمن دي، چې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې ورته لیدنې دوامداره وساتي تر څو بزګرانو ته په وخت او مؤثرې تخنیکي مشورې وړاندې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS