د افغانستان بانک له کارپوهانو سره د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست د چارواکو ناسته

mail-admin
Wed, Jul 16 2025 3:26 PM
د افغانستان بانک له کارپوهانو سره د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست د چارواکو ناسته

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالی او حسابي ریاست او د افغانستان بانک د مالی او حسابي کارپوهانو ترمنځ تخنیکي ناسته د مالی ستونزو د ارزونې او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.
یاده ناسته د کرنې وزارت د مالی او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ د وزارت په مقر کې د اړوندو څانګو د آمرانو په ګډون ترسره شوه. په دغه ناسته کې د مالي آسانتیاوو، د بودجوي ستونزو د حل، د کرنیزو، مالدارۍ او اوبولګولو پروژو د مالي سرچینو پر وخت ورکړې، او د اسلامي بانکي چوپړتیاوو د کیفیت د لوړوالي په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.
د کرنې وزارت د بودجې آمرانو په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې باید د تادیاتو بهیر چټک شي او د بانک له لوري د پروژو لپاره مالي منابع پر وخت برابر شي.
په ورته وخت کې د افغانستان بانک تخنیکي ټیم د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې مطرح شوې موضوعات به د بانک له رهبرۍ سره شریک کړي او د مالي همکاریو د لا ښه والي لپاره به اړین ګامونه واخلي.


نشست مسوولان ریاست مالی و حسابی  وزارت زراعت با کارشناسان د افغانستان بانک برگزار شد
۲۵ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
نشست تخنیکی میان ریاست مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و کارشناسان مالی و حسابی د افغانستان بانک با  به منظور بررسی چالش‌های مالی و تقویت همکاری‌های متقابل برگزار گردید.
این نشست به ریاست مولوی ضیاءالدین واقف، رئیس مالی و حساب وزارت زراعت و با حضور آمران بخش‌های مربوط در مقر وزارت برگزار شد. در این نشست روی موضوعاتی چون سهولت‌های پولی، رفع مشکلات بودجه‌ای، پرداخت به‌موقع منابع مالی برای تطبیق پروژه‌های زراعتی، مالداری و آبیاری، و ارتقای کیفیت عرضه خدمات بانکی اسلامی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
آمران بودجه وزارت زراعت در این نشست، بر تسریع روند پرداخت‌ها و همکاری بانک مرکزی در زمینه تأمین به‌موقع منابع مالی پروژه‌ها تأکید کردند.
در مقابل، تیم تخنیکی د افغانستان بانک ضمن ابراز آمادگی برای همکاری، تعهد نمودند تا موضوعات مطرح‌شده را با رهبری بانک شریک ساخته و اقدامات لازم را برای بهبود روند همکاری‌های مالی روی‌دست گیرند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS