د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د یوه چکډېم او کانال رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
Tue, Jul 15 2025 10:37 AM
د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د یوه چکډېم او کانال رغنیزې چارې پیل شوې

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددغه ولایت د هسکې مېنې ولسوالی د ګوګري په کلي کې د یوه چکډېم او کانال رغنیزې چارې پیل شوي دي.
یاد چکډېم او کانال د اروپایي ټولنې او سویس ادارې په مالي او  د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې«ډي،آر،سي» په تخنیکي همکارۍ د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې زرګونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل  کانال او چکډېم کې به ۳۰۰ متره په شاخواکې سنګکاري ترسره شي او هم به د کانال په مسیر کې یوه پرچاوه او  څلور سوپر پسیجه جوړ شي.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې چکډېم به ۱۵ متره اوږدوالي او ۲.۵ متره په لوړوالی جوړه شي، چې د کانال او چکډېم جوړېدو سره به ۲۰۰۰ جریبه شاړو خمکو ته اوبه په منظم شکل ورسېږي او ۳۵۰ تنو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې د اقتصادي برخې مسؤل انجنیر عبدالمنیر رحمانزي وویل، چې دچکډېم په شاوخوا غونډیو کې ۶۵۰۰ عدده تراسونو کیندل کېږي، چې د علوفې او نورو بوتو تخمونه به پکي وکرل شي او همدارنګه ۵۰۰ د چهارمغزو بوټي هم د سرسبزۍ په موخه کرل کېږي.
ښاغلي رحمانزي زیاته کړه، چې په راتلوونکي کې پدې ولسوالی کې دري صفر انرژۍ سړې خونې، کرنې مرکزونه جوړېږي، اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي، مالدارۍ کلنیکونه تجهیز او د طبیعي پیښو پرمهال د ځان ساتنې وسایل او عامه پوهاوي ورکول کېږي.
یاده اداره د هسکې مېنې سربېره په ځینو نورو لرې پرتو ولسوالیو کې هم ورته پروژو کې خلکو ته د کار زمینه برابروي.
ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکي د یادې پروژې د پیل هرکلی کوي او وایي، چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره دوی ته د کار زمینه برابره شوې ده.
دیادولو وړ ده، چې په دې پروژه کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او سېلابونه به کنټرول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS