د کرنې وزیر له یو عربی سوداګر سره د زعفرانو د کرکیلې په برخه کې د پانګونې په موخه وکتل

mail-admin
Wed, May 28 2025 11:03 AM
د کرنې وزیر له یو عربی سوداګر سره د زعفرانو د کرکیلې په برخه کې د پانګونې په موخه وکتل

۷غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۰ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، له یو عربی  سوداګر سره د دې وزارت په مقر کې وکتل او د افغانستان په د زعفرانو د کرکیلې په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، د امارت متحد عربی سوداګر په هرات ولایت کې د زعفرانو د کر لپاره د ځمکې غوښتنه وکړه او په دغه برخه کې د پانګونې لیوالتیا وښوده. د کرنې وزیر د دې طرحې هرکلی وکړ او په هېواد کې د زعفرانو د ترویج او پانګونې د زمینې برابرولو په برخه کې یې د همکاریو ژمنه وکړه.
مولوي عمري په دې ناسته کې وویل: «د افغانستان زعفران د کیفیت له اړخه په نړۍواله کچه لوړ مقام لري. موږ له پانګه‌والو غواړو چې د کرنې په سکتور کې، چې تر ټولو زیات ارزښت لري، پانګه‌ونه وکړي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه تل هڅه کوي، چې د کورني او بهرني پانګه‌والو پام راجلب کړي او د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر کړي.
د دې لیدنې په جریان کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معینان، او د یاد وزارت یو شمېر رئیسان او مسئولین هم حضور درلود.


وزیر زراعت با یک تجار عربی درباره سرمایه‌گذاری در کشت زعفران دیدار کرد
۷ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با یک تجار عربی در مقر این وزارت دیدار کرده و درباره سرمایه‌گذاری در بخش کشت زعفران در افغانستان گفتگو نمود.
در این دیدار، تجار امارت متحد عربی خواهان دریافت زمین در ولایت هرات به هدف کشت زعفران و سرمایه‌گذاری در این بخش شد. وزیر زراعت با استقبال از این طرح، وعده همکاری در راستای ترویج زعفران و فراهم‌سازی زمینه سرمایه‌گذاری در کشور را داد.
مولوی عمری در این نشست گفت: «زعفران افغانستان از لحاظ کیفیت در سطح جهان جایگاه بلند دارد. ما از سرمایه‌گذاران می‌خواهیم تا در سکتور زراعت که بیشترین ارزش را دارد، سرمایه‌گذاری نمایند.»
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همواره در تلاش است تا با جلب توجه سرمایه‌گذاران داخلی و خارجی، فرصت‌های مناسب سرمایه‌گذاری را در مرکز و ولایات کشور فراهم سازد.
در جریان این دیدار، معینان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و شماری از رؤسا و مسئولان این وزارت نیز حضور داشتند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS