هرات کې د لویدیځ زون د عشر او زکات مسؤلینو لپاره دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

user-admin
Wed, May 14 2025 6:38 PM
هرات کې د لویدیځ زون د عشر او زکات مسؤلینو لپاره دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو


۲۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا، د لویدیځ زون د عشر او زکات مسؤلینو لپاره دوه ورځنی روزنیز سیمینار د هرات ولایت په مرکز کې پیل شو.
ددې سیمینار په پرانیست غونډه کې د کرنې وزارت د مالي او حسابي چارو رییس الحاج مولوي ضیاءالدین واقف، د عشر او زکات لوی رییس الحاج مولوي ندا محمد عابد، د هرات دکرنې ریاست استازی او همدارنګه د هرات، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو د عشر او زکات آمرین، د محاسبې مسؤلین، د معاشاتو او لګښتونو کارکوونکي، او یو شمېر نور اداري کسان ګډون درلود.
په پیل کې، د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست استازي محمد یوسف د پلاوي هرکلی وکړ او دا ډول روزنیز پروګرامونه یې د مسؤلینو د وړتیا لوړولو لپاره مهم او مثبت ګام وباله.
ورپسې، د عشر او زکات لوی رییس الحاج مولوي ندا محمد عابد ګډونوالو ته خبرې وکړې. نوموړي د عشر او زکات په اړه د اسلامي ارزښتونو، د خلکو پر حقونو او د مسؤلینو د دیني مسؤلیتونو په اړه مهم ټکي بیان کړل.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د مالي او حسابي چارو رییس الحاج مولوي ضیاءالدین واقف هم ګډونوالو ته مفصلې خبرې وکړې. نوموړي د عشر او زکات د شفاف، منظم او مؤثر مدیریت پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «د عشر او زکات د دقیقې راټولونې، ثبت، حسابدارۍ او وېش لپاره مسؤلین باید لازم مهارتونه ولري، او دا ډول روزنیز پروګرامونه د همدې موخې لپاره جوړېږي.»
په دې روزنیز سیمینار کې، ګډونوالو ته د عشر او زکات د راټولونې، محاسبې، مدیریت او شرعي اړخونو په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شي، ترڅو دا سیستم په لا ښه ډول تطبیق شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS