لغمان کې د کرنې اومالدارۍ سکټور متشبثینو او بزګرانو ته اسلامي مالي چوپړتیاوې وړاندې کېږي

mail-admin
Tue, Apr 22 2025 12:07 PM
لغمان کې د کرنې اومالدارۍ سکټور متشبثینو او بزګرانو ته اسلامي مالي چوپړتیاوې وړاندې کېږي

 ۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوی عبدالستار محمد د کرنیزې پرمختیا صندوق «اې،ډي،اف» له رییس انجنیر عبدالغفور غفاري سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او په دې ولایت کې بزګرانو، فارم لرونکو او د کرنې اومالدارۍ سکټور متشبثینو ته د اسلامي مالي چوپړتیاوو پر وړاندې خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې، د لغمان دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد او د کرنیزې پرمختیا صندوق رییس انجنیرعبدالغفور غفاري ترڅنګ یوشمېرکروندګر، فارملرونکي او د کرنیزو اتحادیو مسؤلینو هم حضور درلود.
د کرنیزې پرمختیا صندق رییس انجینرعبدالغفور غفاري وویل:«هغه کروندګر، فارملرونکي او نور کرنیزو اتحادیو کاروباریان، چې د لغمان د کرنې ریاست سره ثبت او راجستر وي، د یاد دفتر له لوري د مرابحې له مخې د دوی د کارو بار د تقوي لپاره نغدې پیسې ورکول کېږي او په دغو پیسو به د اړتیا وړ توکي دوي ته خریداري کوي، څو کاروباریان پرې خپل کاروبار پراخ  کړي.»
هغه زیاته کړه، چې دغه پیسې به په قسط وار ډول بیرته یاد دفتر ته سپارې. ددغه راز ښاغلي غفاري د یادې پروسې ټوله کړنلاره ګډونوالو ته تشریح او د دوی نظرونه یې واوریدل.
په ورته مهال دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د پورنو د ورکړې سیستم د کرنیز سکتور د پراختیا په برخه کـې ډیرګټور وبله،او د کرنیزو ټولنو مسؤلین یې وهڅول، چې په یاده پروسه کې ګډون وکړي، دغه راز نوموړي راغلي پلاوي ته د پوره همکاري ډاډ ورکړ.
په دغه ناسته کې دغه راز فارملرونکو، کروندګراو د کرنیزو ټولنو مسؤلینو هم خپل نظرونه او غوښتنې شریکې کړې.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS