د خوست په سپېره کې پر۵۰ قوریه لرونکو د کورنیو قوریو اړونده توکي ووېشل شول
![د خوست په سپېره کې پر۵۰ قوریه لرونکو د کورنیو قوریو اړونده توکي ووېشل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2019-12/78777661_2880560501968531_9191275067646935040_o.jpg)
۱۳ لېدندۍ ۱۳۹۸
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت د سپېره ولسوالۍ پر ۵۰ قوریه لرونکو د جلغوزې او چهارمغزو د کورنیو قوریو د جوړولو اړونده توکي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره په وېشل شويو توکو کې هر قوریه لرونکي ته د جلغوزې څلور کیلو تخم، دوه دانې بېلچې او لاستې، د خېشاوې لپاره دوه رمبې، یوه دانه پلاستیکي اوبه شیندونکی، یوه دانه ۱۰ لېټره د درملو شیندلو ماشین،۱۲.۵کیلوګرامه توره او۱۲.۵کیلوګرامه سپینه سره، دوه کیلو تار، د جلغوزیو د کرلو لپاره ۴۰ کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، د تونلونو لپاره پلاستیک او اته تونلونه ورکړل شوي دي.
باید وویل شي، چې له دې پروژې څخه برخمن شوي ټول قوریه لرونکو ته د جلغوزې او چهارمغزو د کرکېلي روزنه هم ورکړل شوي دي.