کابل کې د درملو تولید فابریکې څخه څارنه وشوه

mail-admin
Thu, Mar 13 2025 12:40 PM
کابل کې د درملو تولید فابریکې څخه څارنه وشوه

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالیې وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د عامې روغتیا د خوړو او درملو ادارې په همغږۍ سره، د کابل په بګرامي کې د «خیبر فارما» درملو تولیدي فابریکې څخه څارنه او ارزونه وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، چې د دې څارنې او ارزونې مشري یې کوله، وویل چې د دې ارزونې موخه د بشري او حیواني درملو معیاري او لوړ کیفیت تولید دی او زیاته یې کړه: «زموږ اصلي موخه د کورني تولید ملاتړ دی».
د مسوولینو په وینا، یاده فابریکه هره ورځ نږدې پنځه زره بوتله ډول ډول شربتونه د ټاکل شویو معیارونو مطابق تولیدوي.
دغه څارنه او ارزونه د مالیې وزارت د پالیسي مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر، د عامې روغتیا د خوړو او درملو ادارې رییس، د کرنې او مالدارۍ معینیت سلاکار او د کرنې او عامې روغتیا وزارت یو شمېر متخصصینو په حضور کې ترسره شوه.

فابریکه تولید ادویه در کابل نظارت و بررسی شد
۲۳ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در هماهنگی با وزارت مالیه، وزارت صنعت و تجارت و اداره دوا و غذای صحت عامه، فابریکه تولید ادویه «خیبر فارما» را در بگرامی کابل نظارت و بررسی کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری که ریاست این نظارت را بر عهده داشت، هدف آن را تولید معیاری و باکیفیت دواهای انسانی و حیوانی عنوان کرد و گفت: «حمایت از تولید داخلی هدف کلی ما است.»
به گفته مسئولان، این فابریکه روزانه نزدیک به پنج‌هزار بوتل انواع شربت را مطابق معیارهای تعیین‌شده تولید می‌کند.
این نظارت و بررسی با حضور انجنیر سلطان محمد زبیر معین پالیسی وزارت مالیه، رئیس اداره دوا و غذای صحت عامه، مشاور معینت زراعت و مالداری و شماری از متخصصان وزارت زراعت و صحت عامه انجام شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS