د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چوړګوړو د وارداتي شرکتونو له مسئولینو سره وکتل 

mail-admin
Thu, Feb 06 2025 12:08 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چوړګوړو د وارداتي شرکتونو له مسئولینو سره وکتل 

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چوړګوړو د وارداتي شرکتونو له مسئولینو سره وکتل او د یاد صنعت د وارداتو او کورني تولید پر وضعیت یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې افغانستان د چرګانو د غوښې له پلوه ځان بسیا شوی، خو لا هم د چرګانو هګۍ او چوړګوړي له بهرنیو هېوادونو واردوي.
نوموړي زیاته کړه، چې پر وارداتو د اتکا پر ځای، حکومت چمتو دی چې د کرنیز پرمختیايي صندوق له لارې تولیدوونکو ته پور ورکړي، څو د کورنۍ پانګونې او صادراتو زمینه برابره شي.
بلخوا، ځینو فارم‌ لرونکو د ټیټ کیفیتو او له ناروغیو ډکو وارداتي چوړګوړو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې د وارداتو کچه راټيټه کړي، تر څو کورني تولیدوونکي زیانمن نه شي.
خو د وارداتي شرکتونو مسئولینو ټینګار وکړ چې افغانستان لا هم د دې برخې وارداتو ته اړتیا لري او بشپړې ځان بسیاینې ته نه دی رسېدلی. دوی وویل چې وارداتي چوړګوړي د لازم کیفیت لرونکي دي او له ناروغیو پاک دي.
اوس مهال، په مرکز او ولایتونو کې نږدې ۱۵ زره د چرګانو د غوښې او هګیو تولیدي ‌فارمونه فعالیت لري. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه پلان لري چې د چرګانو د چوړګوړو د کورني تولید لپاره یو میکانیزم رامنځته کړي.


معین زراعت و مالداری با مسوولین شرکت‌های وارداتی جوجه مرغ دیدار کرد
۱۸ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
معین زراعت و مالداری با مسوولین شرکت‌های وارداتی جوجه مرغ دیدار کرده و پیرامون وضعیت واردات و تولید داخلی این صنعت گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این نشست گفت که افغانستان از لحاظ تولید گوشت مرغ به خودکفایی رسیده، اما همچنان تخم مرغ و جوجه مرغ را از کشورهای دیگر وارد می‌کند.
او افزود که به جای وابستگی به واردات، دولت آماده است از طریق صندوق وجهی انکشاف زراعتی، قرضه در اختیار تولیدکنندگان قرار دهد تا زمینه سرمایه‌گذاری داخلی و صادرات فراهم شود.
در همین حال، برخی از فارم‌داران نسبت به واردات جوجه‌های بی‌کیفیت و مملو از امراض ابراز نگرانی کرده و از امارت اسلامی خواستند تا میزان واردات را کاهش دهد تا تولیدکنندگان داخلی آسیب نبینند.
اما مسوولین شرکت‌های وارداتی جوجه مرغ تأکید کردند که افغانستان هنوز در این بخش نیازمند واردات است و به خودکفایی کامل نرسیده است. آن‌ها گفتند که جوجه‌های وارداتی از کیفیت لازم برخوردار بوده و عاری از امراض می‌باشند.
در حال حاضر، نزدیک به ۱۵ هزار فارم گوشتی و تخمی مرغداری در مرکز و ولایات فعالیت دارد. رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد میکانیزمی برای تولید داخلی جوجه مرغ ایجاد کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS