لغمان کې د بېرې ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې؛ ۳۰ هکټاره مصنوعي ځنګل جوړېږي

mail-admin
Tue, Feb 04 2025 9:17 AM
لغمان کې د بېرې ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې؛ ۳۰ هکټاره مصنوعي ځنګل جوړېږي

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې یې د بېرې ځنګلونو د پراختیا په پار هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې سلګونه هکټاره ځمکه کې د بیرې نیالګي اېښي دي. ددغو هلو ځلو په دوام د لغمان دکرنې ریاست د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په همکارۍ د لغمان مرکز مهترلام کې د بیرې ۳۰ هکټاره مصنوعي ځنګل جوړوي.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې د لغمان دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په همکارۍ د لغمان مرکز مهترلام اړوند کچور په سیمه کې د نهه میلیونه او ۵۰۲۸ زره افغانيو په لګښت په ۳۰ هکټاره ځمکه کې د بیرې ځنګل جوړېږي، چې په ترڅ کې یې ۶۰۰ کاریګرو ته د کار زمینه برابرېږي او چارې یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړېږي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد ځنګلونه په دې ولایت کې د شاتو مچینو روزنې د صنعت د پرمختګ او د شاتو د تولیداتو د زیاتوالي په پار جوړ شوي دي.
د لغمان د کرنې ریاست د چاراکو په خبره، د ځنګلونو جوړول، د چاپېریال ساتنې، د سېلابونو د مخنیوي، د چاپېریال ښکلا او ګڼو نورو برخو کې ګټور دي. د بیرې نیالګي په وچو دښتو کې چې په کې کرکېله نه کېږي، اېښودل کېږي.
بل لور ته د ځايي سیمې ولسونو دیادې پروژې په پرانیستې سره خوښي څرګند کړه، د کرنې رییس او ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې د دوی غوښتنه یې  پرځای او  د سیمې بې روزګاره وګړي یې په کار بوخت کړل، همداراز ددې سیمې ولسونو دریاست له مشرتابه څخه د یولړ نورو پروژو د منظوریدو غوښتونکي شول.
دیادونې وړ ده چې دیاد ریاست له خوا تردې وړاندې هم د قرغیو په ولسوالی کې په سلګونه هکټاره  ځمکه کې د بیرې مصنوعي ځنګل جوړ شوی او په دې پار لا نورې  هڅې هم روانې دي.
لغمان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د بیرې ونو د تولید او روزنې لپاره مناسبه چاپېریال لري. د لغمان ترڅنګ د ننګرهار، نیمروز، هلمند اوکندهار ولایتونه هم د بیرې ځنګل جوړولو لپاره مناسبه اقلیم لري او د بیرې ونې په هغو ولایتونو کې چې ګرمه هوا لری ښه وده کوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS