هلمند کې د کب روزنې فارمونه د پام وړ ډېر شوي

content_admin
Tue, Nov 12 2019 11:41 AM
 هلمند کې د کب روزنې فارمونه د پام وړ ډېر شوي

۲۱لړم ۱۳۹۸
په هلمند کې د کبانو فارمونو په بې سارې توګه وده کړې او په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ۶۳۰ لوی او کوچني فارمونه جوړ شوي دي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په هلمند کې د کبانو روزنې شته فارمونه د کال سلګونه ټنه غوښه تولیدوي، چې د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو ته صادرېږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې تر دې مهاله په هلمند کې د کب روزنې ۶۳۰ فارومونه جوړ شوي دي، چې ۳۶۰ یې د کرنې ادارې سره ثبت او پاتې به یې هم ډېر ژر له دې ادارې سره ثبت او راجستر شي. د ښاغلي الکو په خبره یاد فارمونه هر یوه یې له دوه زره تر دوه زره او ۵۰۰ پورې د غوښینو او هګیو کبانو د روزنې وړتیا لري.
ښاغلي الکو وایي، چې په هلمند ولایت کې د کبانو د صنعت د پراختیا په پار یې ډېرې هلې ځلې کړي او یوشمېر کسانو ته یې په دې برخه کې د روزنې زمینه هم برابره کړې ده. د هلمند دکرنې رییس دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې د کب روزنې د فارمونو د تنظیم او انسجام په پار یې د کب روزنې یوه ټولنه هم جوړه کړې ده.
ددې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ له یادو فارمونو څخه تر دې دمه د کبانو ۸۰۰ زره بچیان پلورل شوي دي او له شاوخوا یوې میاشتې را په دې خوا له هلمنده هره ورځ د کابل په ګډون فراه، نیمروز، بکوا او بادغیس ته له یو تر دوه مټریک ټنه کبان صادریږي.
د یاد ټولنې د معلوماتو پر بنسټ پتیل شوې، چې ددې کال تر پایه به د یادو فارمونو شمېر ۱۸۰۰ ته ورسیږي.
د ښاغلي الکو په خبره په هلمند کې د کبانو د کاروبار په زیاتوالی سره په دې ولایت کې د کبانو په برخه کې شرکتونه او یوه اتحادیه هم فعالیت کوي.
د هلمند د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۸ یم کال کې په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي وې، چې په دغو پروژو کې د کبانو د هیچري جوړول، د کبانو اصلاح شوي بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل دي.
د چارواکو په خبره که دغلته د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي نو په نژدې راتلونکې به هلمند د کبانو په يوه لوى توليدوونکي ولايت بدل شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر څه باندېدوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS