ننګرهار کې د شولو د پروسس توکي وېشل شوي دي
![ننګرهار کې د شولو د پروسس توکي وېشل شوي دي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2019-11/75453487_2826897837334798_4179045170903252992_n.jpg)
۲۰ لړم ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د ۱۱ ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو پر مدیرانو د شولو د پروسس ۲۱ توکي وېشل شوي دي.
دشولو د پروسس دغه توکي بزګرانو ته د شولو د حاصل ټولولو څخه وروسته د پروسس د زده کړې په موخه ورکړل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس دیادو توکو د وېش په مهال مدیرانو ته د شولو څلورو پړاوونو سربېره د شولو په عصري توګه د حاصل ټولولو، پروسس، بسته بندۍ او د شولو ضایعاتو د مخنیوي په برخه کې خبرې وکړې.
د یاد عصري ټیکنالوژۍ په پلي کولو سره د شولو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او له بل پلوه به شولې په ښه ډول بسته بندي او پروسس شي.
باید وویل شي، چې سږ کال په ننګرهار کې د شولو عصري کرکېلي په پار د شولو ۴۲۰ ننداریزې قطعې هم جوړې شوې وې، چې د شولو عصري کرکېلي په موخه اړین ګام دی.