میدان وردګو کې د غنمو ١٢ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
Sat, Nov 16 2024 12:54 PM
میدان وردګو کې د غنمو ١٢ ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د دې ولایت په مرکز میدانښار ، نرخ،جلریز، حصه اول بهسود، مرکز بهسود، چک، سید آباد، دایمیرداد او جغتو  ولسوالیو کې د اصلاح شوو غنمو ۱۲ ننداریزې کروندې جوړېږي.
په همدې موخه د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه.
د وېش پر مهال د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر عید محمد ظاهري وویل، چې ددې ولایت ۱۲ تنه مخکښه بزګرانو هر یوه ته، ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره ورکړل شوه.
ښاغلي ظاهري زیاته  کړه، چې ددغو ننداریزو کروندو له کښت کولو څخه مو موخه داده، چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښایو چې نورو سیمه ییزو تخمونو څخه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي شکل څخه کتاري شکل کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو کروندو اهمیت په نښه او راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
 همدارنګه له وېش څخه وړاندې ګټه اخیستونکو بزګرانو ته د یادو کروندو د کرلو څخه تر حاصلاتو راټولو پورې لارښوونه هم وشوه.
په پای کې ګټه اخیستونکو بزګرانو خوښي وښوده، چې ورته دغنمو ننداریزې کروندې جوړېږي دوی د کرنې ریاست هڅې د یوې پرمختللې کروندې لپاره ګټورې وبللې.
د یادونې وړ ده چې دغه ۱۲ ننداریز کروندې په ۱۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS