خصوصي سکتور لپاره د کرنې په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په موخه ناسته ترسره شوه

user-admin
Mon, Nov 11 2024 9:19 AM
خصوصي سکتور لپاره د کرنې په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په موخه ناسته ترسره شوه

خصوصي سکتور لپاره د کرنې په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د دې وزارت له یو شمېر رییسانو، سلاکارانو او متخصصینو سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د کرنې وزارت مرستیال ټینګار وکړ، چې د پرمختګ او د بې‌وزلۍ کمولو لپاره باید د کرنې په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شي. نوموړي وویل: «مسؤلین باید د بزګرانو او خلکو لپاره په صادقانه توګه کاري فرصتونه رامنځته کړي او همدارنګه د پانګوالو توجه جلب کړي، څو د کرنې په مختلفو برخو کې د پانګونې لپاره اړینې همغږۍ رامنځته شي.»
په دې ناسته کې د خوړو خوندیتوب، د بې‌وزلۍ څخه ژغورنې، پانګونې، د اقلیم بدلون، جغرافیوي موقعیت، د بڼوالۍ ډولونه، سبو، د اینجې کرکېلې، شیرین بویه«خوږې ولی»، پنبه، تېلي نباتات او د دولتي ځمکو د اجارې په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د ناستې په پای کې له سکتوري ریاستونو څخه غوښتنه وشوه، چې د دې موخو د پلي کولو لپاره خپل پلانونه د کمېټې له غړو سره شریک کړي.

برگزاری نشستی به منظور فراهم‌سازی سهولت برای سکتور خصوصی در بخش زراعت
۲۰ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
به منظور فراهم‌سازی تسهیلات برای سکتور خصوصی در بخش زراعت، مولوی صدر اعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به همراه شماری از رئیسان، مشاورین و متخصصین این وزارت نشستی برگزار کرد. 
در این نشست، معین وزارت زراعت تأکید کرد که برای حرکت به سوی ترقی و کاهش فقر، باید زمینه‌های مناسب برای سرمایه‌گذاری بخش خصوصی در بخش‌های مختلف زراعت فراهم شود. وی بیان کرد که مسئولان باید به‌طور صادقانه برای دهقانان و مردم فرصت‌های شغلی ایجاد کرده و همچنین با جلب توجه سرمایه‌گذاران، هماهنگی‌های لازم را برای سرمایه‌گذاری در بخش‌های زراعتی مختلف انجام دهند.
همچنین در این نشست، اعضا در مورد موضوعات مختلفی از جمله مصونیت غذایی، نجات از فقر، سرمایه‌گذاری، تغییر اقلیم، موقعیت جغرافیایی، نوعیت باغداری، سبزیجات، کشت هنگ، شیرین بویه، پنبه، نباتات تیلی و اجاره زمین‌های دولتی بحث و تبادل نظر کردند.
 در پایان نشست، از ریاست‌‌های سکتوری خواسته شد تا پلان‌های خود را برای اجرای این اهداف در اختیار اعضای گروه قرار دهند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS