د خوست علیشیرو او تریزیو کې پر سلګونو مستحقو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه
۱۶ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څار لاندې ددې ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالی پر ۴۴۳ بزګرانو د«ان،اې،سي» مووسسې په همکارۍ د اصلاح شويو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه.
ددې مرستې په ترڅ کې د علیشیرو او تریزیو ولسوالی پر۴۴۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي، او په پاتې نورو ولسوالیو کې به هم پر مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د دې وېش موخه د بزګرانو د حاصلاتو لوړوالی او کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ده. چارواکي وايي چې د اصلاح شويو تخمونو وېش به د بزګرانو په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راولي او د حاصلاتو کیفیت به لوړ کړي.
د «ان،اې،سي» مؤسسه، چې د کرنیزو پروژو په برخه کې کار کوي، په دې سیمه کې له کروندګرو سره د همکارۍ لپاره ژمن دی او د یادو مرستو د دوام یادونه کوي.