د کرنې او مالدارۍ مرستیال په چین کې د مرخېړیو د تولید له فارمونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Nov 02 2024 9:37 AM
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني چین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د مرخېړیو د تولید له فارمونو څخه لیدنه وکړه.  

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني چین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د مرخېړیو د تولید له فارمونو څخه لیدنه وکړه.  
دغه فارمونه د مرخېړیو په کرنه او تولید کې له نوېو طریقو او پرمختللې ټیکنالوژۍ څخه کار اخلي او د عصري کرنې او لوړ غذایي ارزښت لرونکو محصولاتو د تولید په توګه پېژندل کېږي.  
مولوي عثماني د دې فارمونو د لیدنې په ترڅ کې په افغانستان کې د مرخېړیو د تولید پر ارزښت د یو اقتصادي او مغذي محصول په توګه ټینګار وکړ او د مرخېړیو د کرنې او روزنې په برخه کې یې د چین د بریالیو تجربو د کارونې غوښتنه وکړه.
په دې لیدنو کې د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سلاکار میرویس خوګیاڼي هم حضور درلود.

بازدید معین زراعت و مالداری از فارم‌های تولید سمارق در چین
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در جریان سفر رسمی خود به کشور چین از فارم‌های تولید سمارق در این کشور بازدید کرد.
این فارم‌ها با استفاده از روش‌های نوین و تکنالوژی پیشرفته در کشت و تولید سمارق فعالیت دارند و به عنوان نمونه‌هایی از زراعتی مدرن و تولید محصولات با ارزش غذایی بالا شناخته می‌شوند.
 مولوی عثمانی ضمن بازدید از این فارم‌ها، بر اهمیت تولید سمارق به عنوان یک محصول اقتصادی و مغذی برای افغانستان تأکید کرد و خواستار استفاده از تجربیات موفق چین در زمینه کشت و پرورش سمارق در کشور شد.
در جریان این بازید میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری معین زراعت و مالداری را همراهی می‌کرد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS