د کرنې وزیر په خوست ولایت کې د ځنګلونو ساتنې او پراختیا باندې ټینګار وکړ
ا لړم ۱۴۰۳ه.ش
۱۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، له خپل مل پلاوي سره په خوست ولایت کې د مشرانو او حکومتي مسوولینو په یوه ستره غونډه کې د ځنګلونو د ساتنې، احیا، پراختیا او معقولې ګټې اخیستنې په اړه خبرې وکړې.
د وزیر سفر د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په لارښوونه او د کابینې په پرېکړه ترسره شوی او په دې پلاوي کې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین مولوي باز محمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسي معین مولوي عبدالحق مخدوم او د کرنې وزارت یو شمېر رییسان شامل وو.
مولوي عطاالله عمري په خپلو خبرو کې د ځنګلونو ساتنې ته د یوې طبیعي پانګې په توګه ځانګړې پاملرنه وکړه او ویې ویل: "د دغو ځنګلونو اصلي ګټه تاسو خلکو ته رسېږي؛ تاسو له اکسیجن، پاکې هوا، ښکلي چاپېریال او مېوو څخه ګټه اخلئ. د دې سرچینو د لا ښې ساتنې او پراختیا لپاره باید هڅه وکړو چې راتلونکي نسلونه یې وکاروي او موږ ته د خیر دعا وکړي." هغه همدارنګه له خلکو وغوښتل چې د لرګیو د پرې کولو او قاچاق مخنیوي کې مرسته وکړي او له حاضرینو څخه یې د ځنګلونو د ساتنې لپاره د اغېزناکو لارو چارو په اړه د نظرونو غوښتنه وکړه.
د ناستې په دوام کې، د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني هم د ځنګلونو پر اهمیت ټینګار وکړ او د خلکو سره یې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه چې ټول سیمهییز مسوولین به په دې برخه کې په جدیت سره کار وکړي.
مولوي عبدالحق مخدوم، د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسي معین، حاضرینو ته وویل: چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته په هېواد کې نظم او امنیت ټینګ شوی او باید له ټولو ملي سرچینو، په شمول د ځنګلونو، ساتنه وشي. هغه د دې پانګو د ساتنې لپاره دفاعي او امنیتي ځواکونه پیاوړي وبلل.
په پای کې، له ځنګليزو ولسوالیو څخه د تڼي او منګل قومونو استازو د کاري فرصتونو او د کرنې او مالدارۍ ملاتړ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې بېوزلي د ځنګلونو د پرې کولو یو له اصلي لاملونو څخه ده. دوی ژمنه وکړه، چې که د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه وشي او د کار زمینې برابرې شي، د ځنګلونو پرې کول به ودروي او له امارت سره به همکاري وکړي.
غونډه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین مولوي باز محمد فیضان په دعا پای ته ورسېده. همدارنګه، یوه کمېټه جوړه شوه، چې د څو ادارو استازي به پکې ګډون ولري، ترڅو د خوست ولایت په ادارو کې موجود لرګي وڅېړي او تشخیص کړي.
تأکید وزیر زراعت بر حفاظت و توسعه جنگلات در ولایت خوست
۱ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، همراه با هیئت همراهش در نشست بزرگی با حضور بزرگان و مسئولان حکومتی ولایت خوست پیرامون حفاظت، احیا، توسعه و استفاده معقول از محصولات جنگلات صحبت کرد.
سفر وزیر زراعت بر اساس هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان و فیصله کابینه صورت گرفته و در ترکیب این هیئت مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، مولوی عبدالحق مخدوم معین پلان و پالیسی وزارت امور داخله، تعدادی از روساء وزارت زراعت حضور دارند.
مولوی عطاالله عمری در سخنان خود به اهمیت حفاظت از جنگلات به عنوان یکی از سرمایههای طبیعی تأکید کرد و گفت: "منفعت اصلی این جنگلات به شما مردم میرسد؛ از اکسیجن، هوای پاک، محیط زیبا و میوه آن بهرهمند میشوید. برای حفاظت بهتر و توسعه این منابع، باید تلاش کنیم تا نسلهای آینده از آن استفاده کرده و دعای خیر برای ما کنند." وی همچنین خواستار همکاری مردم در جلوگیری از قطع و قاچاق چوب شد و از حاضران درخواست کرد تا نظرات خود را در خصوص روشهای مؤثر برای حفاظت از جنگلات ارائه دهند.
در ادامه، مولوی عبدالقیوم روحانی والی خوست نیز با تأکید بر اهمیت جنگلات و تعهد به همکاری کامل با مردم برای حفظ آنها، از همه مسئولان محلی خواست که در این زمینه با جدیت عمل کنند.
مولوی عبدالحق مخدوم، معین پلان و پالیسی وزارت امور داخله، در سخنان خود به حاضران گفت که پس از ایجاد امارت اسلامی، نظم و امنیت در کشور برقرار شده و باید از تمامی منابع ملی، از جمله جنگلات، محافظت شود. وی نیروهای دفاعی و امنیتی را برای حفاظت از این سرمایهها توانمند توصیف کرد.
در پایان، نمایندگان قوم تنی و منگل از ولسوالیهای جنگلی ولایت خوست خواستار ایجاد فرصتهای شغلی، حمایتهای زراعتی و مالداری شدند و تأکید کردند که فقر یکی از عوامل اصلی قطع جنگلات است. آنان تعهد دادند که در صورت توجه به نیازهای مردم و ایجاد اشتغال، از قطع جنگلات جلوگیری کرده و با امارت همکاری کنند.
نشست با دعای مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت به پایان رسید. همچنین، کمیتهای با حضور نمایندگان چندین اداره برای بررسی و تشخیص چوبهای موجود در ادارات ولایت خوست توظیف شد.