د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رییس د کوچيانو قومي مشرانو سره وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې

۲۶ تله ۱۴۰۳ه.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رئیس، سید محمد نعیم «محمدي» د کوچيانو ځینو قومي استازو سره ناسته وکړه. په دې ناسته کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د کرنیزو چارو رئیس انجنیر محمد جمیل «خوشحال» هم ګډون درلود.
د ناستې اصلي موضوع په دویم فارم کې د اوبو وېش مسله وه، چې پرېکړه وشوه چې اوبه به د عدل، انصاف، قانون او اصولو له مخې هر چا ته د هغه د حق په اندازه ورکول کېږي. د کوچيانو قومي استازو ژمنه وکړه چې د اوبو او نورو اړوندو موضوعاتو په برخه کې به سرغړونه نه کوي.
یادونه باید وشي چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د نورو فارمونو په پرتله کوچيان په دویم فارم کې ډېر مېشت دي.