د ننگرهار دکرنې رییس د سپین غر چرګانو روزنې ټولنې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Mon, Sep 30 2024 12:39 PM
د ننگرهار دکرنې رییس د سپین غر چرګانو روزنې ټولنې له چارواکو سره وکتل

۹ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن دخپل کار په دفتر کې د سپین غر چرګانو روزنې ټولنې مسؤلینو سره د کارونو ښې همغږۍ او ستونزو حل په موخه وکتل.
د سپین غر چرګانو روزنې ټولنې غړي عبدالرحیم بابکر خېل خېلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ننګرهار کرنې رییس سره شریکه کړه.
نوموړي وویل په ننګرهار کې د چرګانو سکتور  وده کړې ده؛ خو  یورځنیو چرګوړو، ددنې او درملو ټیټ کیفیت ددې سکتور پر وړاندې یوه جدې ننګونه ده او پدې برخه کې لازمو اقداماتو غوښتنې وکړي.
بابکرخېل زیاته کړه د سپبن غر چرګانو روزنې ټولنه ۲۰ کاله وړاندې جوړه شوې ده او ددې سکتور په پښو درولو کې ېرې سختۍ ګاللي دي.
هغه زیاته کړه، په ننګرهار کې څه دپاڅه ۲۰۰۰ د چرګانو فارمونه شتون لري؛ چې د ننګرهار سربېره د نورو ولایتونوچرګانو دغوښې اړتیایي پوره کړې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن راغلو مسؤلینو ته د چرګانو روزنې سکتور پیاوړتیا لپاره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کرنې رییس وویل د چرګانو سکتور په ننګرهار کې ښه وده کړېده؛ خو د یورځنیو چرګوړو د ستونزو حل لپاره د پانګوالو او دولتي مسؤلینو سره ناسته ترسره شوې ده؛ ترڅو د چرګانو سکتور ستونزې دتل لپاره حل شي.
په یاده ناسته کې د ننګرهار د کرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي، دسپبن غر چرګانو روزنې ټولنې مرستیال فضل محمد سیار، چرګانو فارم لرونکي او نور اړونده برخو مسؤلینو برخه اخیستي وه.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS