کندهار کې د شاتو مچیو فارمونو د ثبت او راجستر لړۍ پیل شوه

mail-admin
Sat, Sep 28 2024 2:29 PM
کندهار کې د شاتو مچیو فارمونو د ثبت او راجستر لړۍ پیل شوه

۷ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت په نوښت، د شاتو مچیو فارمونو د ثبت او راجستر پروسه د کندهار ښار ۵، ۶، ۱۰ او ۱۱ ناحیو او همدارنګه د ډنډ ولسوالی کې پیل شوه. 
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، چې د شاتو مچیو د فارمونو دا سروې به په نورو ولسوالیو لکه ارغنداب، دامان، ژړۍ، او پنجوایي کې هم دوام ولري. د دې سروې موخه دا ده چې د فارمونو دقیق شمېر معلوم او د شاتو د تولید کچه ښه مدیریت شي.
د مالدارۍ مسؤلینو په وینا، په راتلونکې کې به د نورو ولایتونو فارم لرونکو ته د شاتو مچیو د فارم فعالیت جوازونه ورکړل شي، خو په ځانګړې ډول به لومړیتوب د سیمه‌ییزو فارم لرونکو ته ورکول کېږي.
دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې ده چې د نورو ولایتونو څخه راوړل شوې عبوري مچۍ د سیمې ځایي فارمونو ته زیان رسوي او د شاتو په تولید کې خنډونه رامنځته کوي.
همدارنګه، د شاتو مچیو د فارمونو د ثبت او راجستر له بشپړېدو وروسته، به د شاتو مچیو د فارم لرونکو ترمنځ د اتحادیې د جوړولو په موخه شفاف انتخابات ترسره شي. دغه اتحادیه به د شاتو فارمونو د پرمختګ، د شاتو تولید، صادراتو او کنټرول چارې پر مخ وړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS