د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بغلان د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
Thu, Aug 29 2024 12:24 PM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بغلان د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

۸ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د بغلان له والي سره تر لیدنې وروسته ددې ولایت د کرنې ریاست له رییس مولوي رحیم الله احدي او د دغه ولایت د کرنې ریاست له یو شمېر کارکوونکو سره وکتل.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند ددې لیدنې په ترڅ کې د کارکوونکو په صداقت او اخلاص ټینګار وکړ او ویې ویل: «ټولو کارکوونکو ته لازمه ده چې په اخلاص سره کار وکړي او کارونه په دقت او زیار سره ترسره کړي، تر څو موږ د نورو هېوادنو له اقتصادي وابستګۍ څخه خلاص شو.»
دبغلان ولايت دکرنې رييس مولوي رحيم الله احدي دغه ولايت ته دمالي او اداري مرستيال له سفر څخه دمننې په ترڅ کې وويل:«کروندګر د سېلابونو له امله زیانمن شوي او سږکال د غنمو حاصلات د سرخي ناروغۍ له امله کم شوي دي، له بزګرانو سره باید مرستې او همکارۍ ووشي».
د بغلان د کرنې رییس احدي په خبره، په بغلان ولایت کې ډېری خلک کروندګر او مالداران دي، په دې ولایت کې غنم د اوبیز او للمي په بڼه کرل کېږي او ښه حاصلات لري، د غنمو سربېره په دې ولايت کې وريجې هم ښه حاصل ورکوي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با رییس و کارمندان ریاست زراعت ولایت بغلان
 ۸ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند « حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت پس از دیدار با والی ولایت بغلان با مولوی رحیم الله احدی رییس و شماری از کارمندان ریاست زراعت این ولایت دیدن کرد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزرت زراعت در این دیدار  بر صداقت و خلوص نیت کارمندان تاکید کرده گفت:« نیاز است تا همه کارمندان با خلوص نیت کار نمایند و کارها را با دقت و تلاش انجام دهند تا ما از وابستگی اقتصادی از سایر کشورها خلاص شویم.»
مولوی رحیم الله احدی رییس زراعت ولایت بغلان ضمن قدردانی از سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت به این ولایت گفت« دهاقین از جاری شدن سیلاب ها خسارات دیده اند، هم چنان امسال کشت گندم را مرض سرخی کم حاصل ساخت باید به دهاقین کمک شود.»
 به گفته احدی رییس زراعت ولایت بغلان، اکثریت مردم در ولایت بغلان زراعت پیشه یا مالدار است، گندم در این ولایت به صورت آبی و للمی کشت میشود و حاصلات خوبی دارد، در این ولایت برعلاوه گندم برنج نیز حاصلات خوبی دارد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS