د ننګرهار دکرنې رییس د بزګرانو ستونزو اورېدو په موخه خوږیاڼو ولسوالی ته سفر وکړ

mail-admin
Mon, Aug 26 2024 4:00 PM
د ننګرهار دکرنې رییس د بزګرانو ستونزو اورېدو په موخه خوږیاڼو ولسوالی ته سفر وکړ

۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د بزګرانو د ستونزو د حل او کرنې د پراختیا په موخه خوږیاڼو ولسوالۍ ته سفر وکړ. هغه د خوږیاڼو ولسوالۍ له ولسوال قاري عبد الله رحماني، امنیه قومندان مولوي بدرالدین، استخباراتو مدیر قاري انعام الله او ترویج مدیرانو سره ناسته وکړه او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
ولسوال قاري عبد الله رحماني په دې ناسته کې د ترویج ودانیو رغولو، ګودامونو، روغنیاتو، ځنګلونو د پرېکولو مخنیوي، بڼوالۍ، اصلاح شويو تخمونو، مالدارۍ واکسینونو، حیواني خوراکي توکو او نورو اړونده برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړل. 
د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل او پرمختګ لپاره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه وویل، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ اراضي د کرنې او بڼوالۍ لپاره ښه مناسبه ده، او ژمنه یې وکړه چې د کرنې ریاست او همکارو موسساتو له لارې به مؤثرې پروژې پلي کړي. د دې پروژو موخه به د اصلاح شویو تخمونو ترویج، څارویو ته واکسینونه، مالدارۍ پرمختګ، حیواني خوراکي توکو ویش او بازار موندنه وي.
ښاغلي محسن همدارنګه د عشر او زکات مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په خپلو کارونو کې روڼتیا او دیانت ولري او د ا.ا.ا کړنلارې مطابق عمل وکړي. د ننګرهار کرنې ریاست هر کال په زرګونه بزګرانو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرستې وړاندې کوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS