د کاپیسا ولایت د کرنې ریاست د کارکوونکو کړنې و ارزول شوې

user-admin
Wed, Jul 24 2024 10:32 AM
د کاپیسا ولایت د کرنې ریاست د کارکوونکو کړنې و ارزول شوې

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ پلاوي، چې د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او متخصصینو په شتون سره کاپیسا ولایت ته سفر کړی، ددغه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کارکوونکو د کړنو ارزونه یې وکړه.
د دې ارزونې په ترڅ کې د کرنې وزارت د بشري سرچینو مسوول د کارکوونکو زده کړې، تخصص او کاري تجربه و ارزوله او دغه راز د طبیعي سرچینو مسوول د دوی عایداتي سرچینې او فعالیتونه وڅېړل.
 په ورته وخت کې د اراضۍ مسوول په دې ولایت کې د مخابراتي انتنونو ځمکه تشخیص او ارزونه یې وکړه او ترڅنګ یې د طبیعي سرچینو مسوول له خوا د طبیعي سرچینو او ځنګلونواړوند چارې و ارزول شوې.
د پنجشېر ولايت طبيعي زېرمې، بڼوالۍ او مالدارۍ لري، چې د دغه ولايت ډېری خلک د خپل ژوند لګښتونه له همدغو برخو جوړوي.
دغه پلاوی چې د بزګرانو او مالدارانو د وضعیت د څېړنې، د عشر او زکات د انسجام او راټولولو، د وزارت د خالصه عوایدو د تنظیم، د کرنې او مالدارۍ د پراختیا او د طبي بوټو د ساتنې په موخه کاپیسا ولایت ته تللی دی، د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کارکوونکو کړنې وارزولې او د چارو د لا ښه والي په موخه یې دوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

بررسی و ارزیابی کارمندان ریاست زراعت ولایت کاپیسا 
۲ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
هیئت ترکیبی از منابع بشری، منابع طبیعی، مالی، عشر و زکات و اراضی وزارت زراعت به رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت کاپیسا سفر کرده اند،  کارمندان ریاست زراعت ولایت کاپیسا را بررسی و ارزیابی نمودند.
مسوول منابع بشری تجربه، تخصص و اسناد تحصیلی کارمندان را ارزیابی و مسوول مالی عایدات و منابع عایداتی را بررسی نمودند.
در همین حال مسوول اراضی زمین‌های غصب شده و آنتن‌های مخابراتی را تشخیص و بررسی نموده و مسوول منابع طبیعی منابع طبیعی و جنگلات را بررسی نمودند.
این هیئت که به منظور بررسی وضعیت دهاقین و مالداران، انسجام و جمع آوری عشر و زکات، تنظیم عواید جایدادهای خالصه وزارت، انکشاف زراعت و مالداری و حفاظه نباتات طبی  و منابع طبیعی به ولایت سفر سفر کرده اند چگونگی کارکرد کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت را ارزیابی کرده و هدایت لازم را جهت بهبود امور سپردند.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS