د کندهار غورک کې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
![د کندهار غورک کې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/img-20240713-wa0189.jpg)
۲۳چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولای د غورک په ولسوالی کې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په رازښت د چکډېم جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه چکډیم ۴۰ متره اوږدوالی او ۶.۵ متره لوړوالی لري، چې په جوړېدو سره ۳۰متره مکعب اوبه ذخیره او د اوبو په برخه کې به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې او د کاریزونو او چینو اوبه به تغذیه او پياوړي شي.
باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کندهار ولایت په ١٩ ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه د چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوي دي، چې یوشمېر یې بشپړ او یوشمېر نور یې په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.