اروزګان کې یوشمېر قصابۍ وڅارل شوی
![اروزګان کې یوشمېر قصابۍ وڅارل شوی](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/whatsapp_image_2024-06-25_at_11.13.35_227febfb.jpg)
۵ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې رياست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا امریت مسلکي ټیم د اروزګان مرکز ترینکوټ کې قصابیو څخه څارنه او کنټرول ترسره کړه.
دغه کنټرول څخه موخه په قصابیو کې د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی او د حفظ الصحې مراعتول ښودل شوی دی.
ددې څارنې په ترڅ کې د قصابیو اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې هم وشوې.