هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي کړنې
![هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي کړنې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/img-20240603-wa0119.jpg)
۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۰۶ مه نوبتي غونډه ترسره کړه، چې له غونډې وروسته په مرکز لښکرګاه او د ناوې ولسوالی اړونده سیمو کې د لسګونه جریبه غصب شویو ځمکو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ دهلمند ولایت د استخباراتو ریاست رییس الحاج مولوی ناظم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال الحاج ملا اغاولي نوراني، د کور او ښارجوړولو چارو رییس الحاج مولوي نیک محمدمعتصم، د سرحدونو او قومونو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، د هلمند مستوفي الحاج ملا نعمت الله مغیره، د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم او د ځمکو د تنظيم آمریت کارمند انجنیر حامد بشیري هم حضور درلود.
په نننئ ناسته کې مرکز لښکرګاه کې په ١١ سیمو کې د غصب شویو ځمکو په اړه د امارتي ځمکو د کنترول مسؤلینو لخوا د غاصبینو ترتیب شوی لیست د غونډې ګډونوالو سره شریک شو، چې په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.دغه راز د نهرسراج ولسوالی اړوند د محمد اسمعیل خان ښارګوټي په اړه د ارزونې بشپړ شوي راپور تر لوستلو وروسته تائید او لاسلیک شو، ددې ترڅنګ په نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې د پوهنې ریاست د ملکیتونو د غصب، د احمدشاهي مینې د تفصیلي پلان د تطبیق، د اطلاعات او فرهنګ ریاست اړوند د تاریخي کلاؤ د ځمکې د غصب او ګڼو نورو انفرادي موضوعاتو باندې هر اړخیزه خبرې وشوې.
تخنیکي پلاوي په یاده ناسته کې د بېلابېلو اشخاصو د ځمکو نسبتي دوسیې وارزولې د حل په اړه یې یو لړ اجرائت او سپارښتنې وکړې.
وروستیو کې د تخنیکي پلاوي لخوا په یو شمېر انفرادي عرایضو خبرې وشوې، په دې اړه پریکړه وشوه چې یاد موضوعات دې د ارتباط له حیثه مربوطه ادارو ته د حل په موخه ولېږدول شي.
تر غونډې وروسته تخنیکي پلاوي په مرکز لښکرګاه کې په داسې حال کې، چې د اړونده حوزې مسؤلینو یې ملتیا کوله د بولان او عینک په دښتي سیمو کې هغه ١١ ځایونه او ځمکې له نږدې ولیدلې چې تازه ورباندې په بېلابېلو پلمو د غاصبینو لخوا کارونه پیل شوي ؤ، چې تخنیکي پلاوي له خوا یې چارې بند او عاملین یې عدلي او قضایي اداروته وروپېژندل شول.