خوست کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوه
![1111](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240525-wa0310.jpg)
۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د موسي خېلو ولسوالی پر ۱۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې پر یادو اړمنو مالدارانو د څارویو متراکم خوراکي توکي وېشل کېږي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.