د هلمند ناوه کې سلګونو څارويو ته د واکسین ورکولو لړۍ پيل شوه
![د هلمند ناوه کې سلګونو څارويو ته د واکسین ورکولو لړۍ پيل شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240513-wa0160.jpg)
۲۴ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۴ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند د کرنې ریاست له لوري د بشري خیریه مؤسسې په همکارۍ د دغه ولایت د ناوې په ولسوالی کې څارویو ته د ناروغیو د مخنیوي په موخه د واکسینو د تطبیق لړۍ پيل شوه.
د هلمند د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې لړۍ په ترڅ کې څارویو ته د واکسینو پلي کولو ترڅنګ د چنجیو ضد درمل ورکول کېږي او ترڅنګ یې د څارویو ساتنځایونو کې د درمل شیندنې چارې هم ترسره کېږي.
ددغه واکسین او ددرملو شیندلو موخه د څارویو د ناروغیو مخنیوی او د مالدارانو لاسنیوی دی.
دیادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د ناوې ولسوالی یوشمېر مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي او د حیواني ناروغیو مخنیوی په اړه روزنه هم ورکول شوې ده.