کندهار کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه
١۷ غویی ۱۴۰۳ه.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د لوړ شاولیکوټ او کښته شاولیکوټ ولسوالیو یوشمېر بزګرانو ته د کروندو د ښې پالنې لپاره کيمياوي سره ورکول کېږي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ او د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دیاد ولایت په دوو ولسوالیو کې یوشمېر کروندګرو ته د کیمیاوي سرو د ویش لړۍ پیل شوې ده، چې له مخې يې هر بزګر ته۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۲۵ کیلوګرامه توره سره د بڼونو د ښې ودې او ډېر حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکړل شي.
تر دې وړاندې هم د کندهار دکرنې ریاست د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ ددې ولایت له کروندګرو او بڼوالو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته کړې وه او بزګرانو ته يې د کښت او کروندې په اړه د بېلابېلو تخنيکونو روزنه هم ورکړې ده.