د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ناروې کمیټې د بشر پالو پروګرامونو له مسوول سره وکتل

mail-admin
Tue, Apr 16 2024 3:54 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ناروې کمیټې د بشر پالو پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۲۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې د بشرپالو پروګرامونو له مسوول ذبیح الله رحمتي سره وکتل او د قوریو د جوړولو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې  مولوی صدراعظم عثماني وويل: «په افغانستان کې د ميوه لرونکو بڼونو ترویج او د قوریو جوړول يوه بېړنۍ اړتيا ده، بايد د قوریو د جوړولو لپاره ځمکه مشخصه شي څو د نيالګيو تولید ډېر شي.»
په افغانستان کې د ناروې کمېټې د بشرپالو پروګرامونو مسوول ذبیح الله رحمتي وویل: «د قوریو جوړولو لپاره ۲۵۰ زره ډالره ځانګړې شوي، چې په پکتیکا، کاپیسا، غزني او فاریاب ولایتونو کې د نیالګیو قوریې جوړ شي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د نیالګیو د تولید د زیاتوالي په موخه قوریې جوړې کړي دي او ملي او نړیوالو بنسټونو ته زمینه برابره کړې، چې د نیالګیو د تولید په پار قوریې جوړ کړي، څو په هېواد کې دننه د نیالګیو د تولید زمینه برابره شي.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوول برنامه‌های بشردوستانه کمیته ناروی در افغانستان
۲۸ حمل ۱۴۰۳  هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با ذبیح الله رحمتی مسوول برنامه‌های بشردوستانه کمیته ناروی برای افغانستان دیدار و روی ایجاد قوریه‌ها گفتگو نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار گفت:« ترویج باغ‌های مثمر و ایجاد قوریه‌ها در افغانستان نیاز مبرم است، زمین به‌منظور ایجاد قوریه‌ها مشخص گردد تا تولید نهال زیاد شود.»
ذبیح الله رحمتی مسوول برنامه‌های بشردوستانه کمیته ناروی در افغانستان گفت:« به‌منظور ایجاد قوریه دوصدو 50 هزار دالر اختصاص داده شده، که در ولایات پکتیکا، کاپیسا، غزنی و فاریاب قوریه نهال ایجاد گردد.»
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور افزایش تولید نهال قوریه را در ولایات مختلف ایجاد و زمینه را به نهادهای ملی و بین‌المللی فراهم نموده تا تولید نهال در داخل کشور صورت گیرد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS