د پکتیکا تروې کې زرګونو څارویو ته د واکسینونو پلي کولو چارې پیل شوې
![د پکتیکا تروې کې زرګونو څارویو ته د واکسینونو پلي کولو چارې پیل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/img-20240330-wa0096.jpg)
۱۱ وری ۱۴۰۳ه.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې ددې ولایت په تروې ولسوالی کې وړو شخوند وهونکو څارویو ته د انټیر ټوکسیمیا واکسینونونو د تطبیق لړۍ پیل شوې ده.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېر محمد ذبیح وویل، چې د هالینډ کمیټې له لورې لس زره ډوزه واکسینونه ددې ولسوالی پر وړو شخوند وهوونکو څارویو پلي کېږي.
دغه واکسینونه په وړو څارویو کې د ناروغیو مخنیوی او د څارویو لرونکو اقتصادي ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.
وړاندې تردې هم د هالینډ کمیټې له لورې د پکتیکا په بېلابېلو ولسوالیو کې زرګونه څارویو ته واکسینونه تطبیق کړي؛ او په راتلوونکي کې به هم یاد واکسینونه پلي شي.