خوست کې د ډول ډول مېوو ننداریز بڼونه جوړ شول
![خوست کې د ډول ډول مېوو ننداریز بڼونه جوړ شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/img-20240323-wa0101.jpg)
۴ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوند د جوارسل څېړنیز فارم کې د سټروسو، خُرما او انارو د سوداګریز ورایټۍ ننداریز بڼونه جوړ شوي دي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره په دغو ننداریزو بڼونو کې د خُرماوو درې ډوله، د سټروسو شپږ ډوله او د انارو شپږ ډوله نیالګي اېښودل شوي دي.
ددغو ننداریزو بڼونو د جوړولو موخه په دې ولایت کې د یادو مېوو د بڼونو دودول او په ټوله کې د دې ولایت د بڼوالۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.