د کندهار دوو ولسوالیو کې یوشمېر کروندګرو سره د نیالګیو مرسته وشوه
![د کندهار دوو ولسوالیو کې یوشمېر کروندګرو سره د نیالګیو مرسته وشوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-14_at_11.48.00_8ee6fca1.jpg)
۲۴ کب ۱۴۰۲ه.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو مؤسسو په همکارۍ ددې ولایت د ارغنداب او غورک ولسوالۍ پر یوشمېر کروندګرو د مېوه لرونکو ونو نیالګي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د ارغنداب ولسوالی پر ۲۰۰ او د غورک ولسوالی پر ۲۶ کروندګرو د پلم، انځر، بادام او انارو زرګونه اصلاح شوي نیالګي وېشل شوي دي، چې په ترڅ کې به یې په یادو ولسوالیو کې د یادو ونو لسګونه جریبه بڼونه جوړ شي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د یادو ونو د بڼونو دودول، د کروندګرو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.