د کرنې وزیر د فاریاب ولایت له والي او امنیه قومندان سره وکتل
![د کرنې وزیر د فاریاب ولایت له والي او امنیه قومندان سره وکتل](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-02/img-20240225-wa0116.jpg)
۶ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د فاریاب ولایت له والي داملا شعیب رسالت او د فاریاب ولایت امنیه قوماندان داملا سراج الدین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او نورو سکتورونو د پروژو د ښه تطبیق په موخه د مرکزي او سیمه ییزو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا او په فاریاب ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي ټینګار وکړ او دغه راز دځمکې د غصب مخنیوی او ددې ولایت د کرنې او مالدارۍ د سرچینو او تاسیساتو د ساتنې په هکله خبرې اترې وکړې.
دیدار وزیر زراعت با والی و قمندان امنیه ولایت فاریاب
۶ حوت ۱۴۰۲
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش به داملا شعیب رسالت والی ولایت فاریاب و داملا سراج الدین قمندان امنیه ولایت فاریاب دیدار کرد.
در این دیدار دو طرف پیرامون تقویت هماهنگی و همکاری میان ادارات مرکزی و محلی جهت تطبیق بهتر پروژهای زراعتی، مالداری، آبیاری و سایر بخش ها تاکید کرده و پیرامون چگونگی تطبیق پروژهای زراعت، آبیاری و مالداری در ولایت فاریاب، جلوگیری از غصب زمین و حفاظت از منابع و تاسیسات زراعت و مالداری آن ولایت بحث و تبادل نظر کردند.