دهلمند انار باغ نیالګیو روزلو قوریه کې د ناجو د نیالګیو کرلو چارې پیل شوې
![دهلمند انار باغ نیالګیو روزلو قوریه کې د ناجو د نیالګیو کرلو چارې پیل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-02/whatsapp_image_2024-02-21_at_11.47.02_8ec6cd44.jpg)
۲ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان انار باغ د نیالګیو روزلو قوریه کې د مسلکلي کارکؤنکو لخوا د ناجو د زرګونو نیالګیو د انتقال او کرلو چارې پیل شوی دي .
یاد نیالګي چې مخکې یې تخمونه په پلاستیکي تونلونو کې کرل شوي دي د راشنه کېدو او بدني ودې ښه کېدو وروسته جیوه یي ځمکې ته انتقال شول، چې هلته به په مسلکي ډول وروزل شي .
دغه نیالګي به د ښې روزنې څخه وروسته دکرنې ادارې د ځانګړې کړنلارې له مخې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په ګډ،ن د ګڼو ولسوالیو بزګرو، ځمکوالو، عام المنفعه تاسیساتو او مقدسو ځایونو د سرسبزۍ په موخه راتلونکي کال ته ووېشل شي.