پکتیا کي دځنګلونو د خوندیبوت او پراختیا په پار هڅې

mail-admin
Sat, Feb 17 2024 1:55 PM
پکتیا کي دځنګلونو د خوندیبوت او پراختیا په پار هڅې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دپکتیاولایت دکرنې،اوبولګولواومالدارۍ  ریاست دغونډو په خونه کې دکرنې اوبو لګولو او مالداري ریاست اړوند دطبیعې سرچینوامریت په چوکاټ کې د اړیکو دفترهمکارې موسسې له لورې د مرکز ګردیز په ګډون د احمدابا، سیدکرم او احمد خیلو ولسوالیو۵۰ نفره ځنګلدارۍ ټولنو غړو ته چې یو شمیر ادري رئیسانو هم ګډون  درلود دځنګلونو داهمیت ، دوامداره کارونې اوساتنې یو ورځینی  ورکشاپ ترسره شو.
دورکشاپ  د پیل په مراسموکې د پکتیا دکرنې رییس مولوي عبدالروف سعید ګډون کوونکوته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ دځنګلونو په هراړخیز اهمیت خبرې وکړې ورپسې د چاپېریال ساتنې رییس مولوې عبدالهادي داسلام په رڼاکې دځنګلونوداهمیت اوساتنې په اړه رڼا واچوله.
همدارنګه دپکتیا ولایت اقتصاد رییسمولوي محمد انورراشید هم دځنګلونواهمیت په هکله دوینا والوله جملي خپلي اړیني خبرې کړې، چې د ورکشاپ د اصلي موضوع په اړه په ترتیب سره د پکتیا پوهنتون استادانو هریو استاد پوهنمل محمد اسماعیل لاروی اواستاد پوهنمل عبدالمتین نوري دځنګلوپراهمیت اوساتنه مسلکي ډول خپل معلومات ګډون کوونکو ته وړاندي کړل.
دورکشاپ په پای کي دځنګلدارۍ ټولنو دیاد ورکشاپ له دایرولوخوښي وښوده او ویې ویل، چی  ورته ورکشاپونه دي نورهم دځنګلدارۍ ټولنوته دایر شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS