د ننګرهار دکرنې ریاست: چارواکو او بزګرانو سره د عشر او زکاتو راټولولو په موخه ناسته وشوه
۱۶ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند عشر امر مولوي سلیمان اسامه د سرخ رود او بهسودو ولسوالیو د مسولینو، مدیرانو او بزګرانو سر د عشر په راټولولو کې د روڼتیا، عامه پوهاوي او عشر راټولولو کړنلارو روښانه کولو او د عشر پرچو تطبیق په برخه کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
دعشر امر سلیمان اسامه د عشر کارکوونکوته د کارونو چټکتیا عشر ټولولو کې د ولسوالانو سره همغږۍ او بزګرانو سره د صله رحمي کار اخیستلو سپارښتني وکړې.
د ننګرهار د کرنې ریاست هڅه کوي په ولسوالیو کې د شرعي او اسلامی اصولو له مخي عشر او ذکات راټول او د اسلامي امارت خزانې ته یې تحویل کړي.