کندهار کې د غوښینو چرګانو روزنې ۵۰ فارمونه جوړیږي

content_admin
Wed, Sep 11 2019 3:54 PM
کندهار کې د غوښینو چرګانو روزنې ۵۰ فارمونه جوړیږي

۲۰ وږی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د کندهار ولایت په مرکز او ژېړۍ ولسوالۍ کې بېوزلو کورنیو لپاره د غوښینو چرګانو روزنې ۵۰ فارمونه جوړیږي، چې ددغو فارمونو د جوړولو په پار پر اړوندو کورنیو د فارمونو جوړولو اړونده توکو د وېش لړۍ پیل شو.

دغه فارمونه چې هر یوه یې د ۵۰۰ غوښینو چرګانو د روزنې وړتیا لري د کندهار ولایت په مرکز او ددې ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې جوړیږي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وویل، چې ددغو فارمونو د جوړولو لړۍ د کندهار له مرکز څخه پیل شوې، چې په ترڅ کې به یې د غوښینو چرګانو ۵۰ کورني فارمونه جوړ شي. ددغو فارمونو د جوړولو ترڅنګ له دې برنامې څخه پر برخمن شوي کورنیو دچرګانو باکیفیته خوراکي توکي، چرګانو ته د دانې او اوبو ورکولو لوښې او همداراز یوه اندازه درمل او واکسین هم وېشل کیږي.
د کندهار د کرنې ریاست زیاته کړه، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پآم کې نیول شوي دي.
ددغو فارمونو د جوړولو موخه د بېوزلو کورنیو اقتصادي وده او ملاتړ او په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینې برابرول او ترڅنګ یې له بهره د غوښینو چرګانو د وارداتو کچه ټېټول دي.
باید وویل شي، چې افغانستان د چرګانو غوښې د تولید په برخه کې ځان بساینې ته نږدې شوې او ټاکل شوې ده، چې روان کال د چرګانو د غوښو د تولید
۷۰ فارمونه جوړ شي، چې تر ډېره د چرګانو د غوښو په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کوی او افغانستان په دې برخه کې پرځان بسیا کیږي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS