د نړيوال بانک او EATS پروژې له چارواکو سره دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال غونډه

mail-admin
Sun, Jun 27 2021 4:30 PM
د نړيوال بانک او EATS پروژې له چارواکو سره دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال غونډه

۶ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله غفوري، د ويډيو کنفرانس له لارې د نړيوال بانک او د کرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې له چارواکو سره د سيلوګانو پر بيارغونې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې، د سيلوګانو پر طرحه، ډيزاين او بيارغونې خبرې وشوې. دغه راز وويل شوه، چې ددغو سيلوګانو د بيارغونې د زيات لګښت په صورت کې ، پر بديله طرحه په ځانګړې توګه د نويو سيلوګانو پر جوړولو کار ووشي.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله غفوري، په دې غونډه کې د هېواد په شمال کې د فعال سيلو د نشتون له وجې، د بغلان ولايت د سيلو د بيارغونې پر اړتيا ټينګار وکړ.
ديادونې وړ ده، چې دکرنې وزارت د کابل، هرات او کندهار د سيلوګانو د بيارغونې طرحه تر لاس لاندې لري او ټاکل شوې چې، بوديجه يې د نړيوال بانک له خوا ورکړل شي او دکرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې له خوا پلي شي

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS