۱۳۹۹ یم کې د کب روزنې څلور تکثیري فارمونه جوړیږي

content_admin
Sat, Feb 08 2020 3:30 PM
۱۳۹۹ یم کې د کب روزنې څلور تکثیري فارمونه جوړیږي

۱۹ سلواغه ۱۳۹۸
۱۳۹۹ یم کال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کب روزنې د زمینو پر پیاوړتیا کار کوي او ټاکل شوې، چې د کابل، پنجشیر، بامیان او بلخ په ولایتونو کې د کب روزنې څلور تکثیري فارمونه جوړ کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې یاد جوړېدونکي فارمونه به هر یوه یې په کال کې د کبانو ۲۸ میلیونه بچې تولید کړي.
ښآغلي رستمي وویل، چې د کب روزنې د پراختیا د هغې طرحې پر اساس چې د کرنې وزارت له خوا چمتو او د اقتصادي عالي شورا له خوا تایید شوی دی، د فارمونو د جوړولو ترڅنګ، به تر دې وروسته د کرنې وزارت د کب روزنې د تکثیري فارمونو پر جوړولو ډېر کار کوی، تر څو د خصوصي سکټور لپاره د کب روزنې د ودې فرصتونه برابر شي.
د کرنې وزارت ویاند وویل، چې په ۱۳۹۹ یم کال کې د کب روزنې د څلورو تکثیري فارمونو جوړولو په پار ۴۵ میلیونه افغانۍ ځانکړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په همدې کال کې دکرنې وزارت ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د خصوصي سکټور پانګوالو لپاره د کب روزنې ۸۰ فارمونه جوړوي.
اکبر رستمي وویل، چې په وروستیو کلونو کې د کبانو د تولید د ودې په پرخه کې پانګونه ډېره شوې ده. هغه وویل، چې تېر کال د کرنې وزارت د کب روزنې ۳۵۰ فارمونه جوړ کړي دي، چې د کبانو د غوښې د تولید د زیاتوالي لامل شوي دي.
تېر کال افغانستان ۱۰ زره ټنه د کبانو غوښه تولید کړئ و، خو د کرنې وزارت په پاملرنې سره سږ کال د تولید کچه ۱۱ زره او ۵۰۰ ټنو ته ورسېد، یعني د کبانو د غوښې په تولید کې یو زر او ۵۰۰ ټنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه زیاتوالی د ۳۵۰ نوي فارمونو په جوړولو سره لاسته راغلی دی. تېر کال په ټول هېواد کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زره وه خو سږ کال د ۳۵۰ نوي فارمونو په جوړلو سره یې شمېر دوه زره او ۳۵۰ فارمونو ته ورسېد.

باید وویل شی، په دې وروستیو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په هېواد کې د کب روزنې دودې په پار چې کومه طرحه جوړه شوې ده، د اقتصادي عالي شورا له خوا تایید شوی دی.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS