د کرنې په وزارت کې کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
Wed, Jul 03 2024 8:00 AM
د کرنې په وزارت کې کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه غونډه دائره شوه

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ په مرستیالۍ کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د افغانستان دکرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن او غړو په حضور کې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې په موخه غونډه دائره شوه. 
په دې غونډه کې د هېواد د بزګرانو کرنیزو محصولاتو لپار د بازار موندنې پر څرنګوالي او د کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو او صادراتو لپاره د مناسب بازار د ترلاسه کولو په اړه خبرې وشوې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال غونډې ته وویل: «ددې لپاره چې د افغانستان د مېوو، سبو او غلو دانو د حاصلاتو موسم دی. نن موږ دا غونډه ددې لپاره دائره کړې ده، چې کرنیزو محصولاتو ته د سم بازار موندلو او محصولاتو پېر-پلور ته د زمینې برابرولو په هکله خبرې اترې وکړو.»
د کرنې او مالدارۍ خونې غړو د صادراتو، تعرفې، مالیې، عشر، زکات او د کورنیو تولیداتو د لېږد په برخه کې د اسانتیاوو د راوستو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او د کرنې وزارت له رهبرۍ څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

جلسه‌ای جهت بازاریابی برای محصولات زراعتی در وزارت زراعت برگزار شد 
جلسه‌ای در معینیت زراعت و مالداری وزارت زراعت به منظور بازاریابی برای محصولات زراعتی به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و با حضور خان محمد فروتن رئیس و اعضای اتاق زراعت و مالداری افغانستان برگزار شد. 
در این جلسه پیرامون چگونگی بازاریابی، دریافت بازار مناسب برای فروش و صادرات محصولات زراعتی دهاقین کشور بحث گفتگو صورت گرفت.
معین زراعت و مالداری به حاضران گفت چون فصل برداشت حاصلات میوه، سبزی و غله افغانستان می‌باشد؛ از همین امروز این نشست را دایر نمودیم تا در مورد دریافت بازار مناسب و فروش محصولات صحبت کنیم".
اعضای اتاق زراعت و مالداری نظریات خویش را در مورد آوردن سهولت در صادرات، تعرفه، مالیه، عشر، زکات و ترانسپورت محصولات داخلی بیان کرده و خواستار همکاری رهبری وزارت زراعت به آن شدند.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS