قصابانو لپاره د معیاري مسلخونو له لارې د صحي غوښو پر وړاندې کولو د کرنې وزیر ټینګار

mail-admin
Mon, Dec 04 2023 10:04 AM
قصابانو لپاره د معیاري مسلخونو له لارې د صحي غوښو پر وړاندې کولو د کرنې وزیر ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په هغه غونډه کې، چې د خوراکي توکو د خوندیتوب، د چاپېریال ساتنې او پر خلکو د صحي غوښې د وېش په موخه جوړه شوې وه، قصابانو او خلکو لپاره د معیاري مسلخونو له لارې د صحي غوښو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې، چې د عامې روغتیا وزارت مرستیال حبیب الله اخندزاده، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد، د خوراکي توکو د خوندیتوب رییس ډاکټر نعیم الله ایوبي، د کرنې وزارت د مسلخونو د قراردادي شرکت رییس نصرت الله یوسفزی او د خوړو او درملو د ملي ادارې د جوازونو دوېش رییس زین العابدین عابد په شتون کې دکرنې په وزارت کې دائره شوې وه په کې قصابانو ته د مسلخونو له لارې د صحي غوښې پر وېش ټینګار وشو.
په دې غونډه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې د غوښې د وېش پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د قصابانو له خوا د څارویو حلالول د چاپېریال د ککړتیا او د ګڼو ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي، دغوره چوپړتیاوو او صحي غوښو وړاندې کولو په پار دې د غوښو وېشل باید د مسلخونو له لارې ترسره شي.»
  په ورته وخت کې د کرنې وزارت د مسلخونو د قراردادي شرکت مسوول نصرت الله یوسفزی وویل: «په دغو مسلخونو کې پراخه پانګونه شوې او د غوښې د حلالولو او پروسس لپاره بېلابېلې دستګاوې لري، چې صحي غوښه عرضه او څاروي په اسلامي طریقه په لاس ذبح کېږي او ټول پروسس او ساتنه یې د نړیوالو معیارونو سره سم ترسره کېږي، چې غوښه له هر ډول ناروغیو څخه پاک وړاندې کېږي.»
دغه راز د عامې روغتیا وزارت مرستیال حبیب الله اخندزاده هم د هغو ناروغیو په اړه خبرې وکړې، چې د غوښې له خوړلو څخه انسانانو ته لېږدي هغه وویل:«ډېری ناروغۍ د غوښې او خوړو له لارې انسانانو ته سرایت کوي او انسانان په ناروغیو اخته کوي، دا خورا مناسبه ده، چې د عامې روغتیا وزارت او د کرنې وزارت د څارویو روغتیا ریاست په منظورۍ سره په مسلخونو کې څاروي ذبحه او غوښه یې پر خلکو او قصابانو ووېشل شي.»
په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد د قصابانو له خوا د چاپېریال د ککړتیا یادونه وکړه او زیاته یې کړه: «د کابل ښار قصابان چاپېریال ککړوي او دا یو ښه اقدام دی، چې موږ و کولای شو، چې د مسلخونو صحي غوښې پر قصابانو ووېشو، د نورو مسلخونو جوړولو ته هم اړتیا ده، ترڅو له یوې خوا د چاپېریال او ښار د ککړتیا مخنیوي ووشي او له بلې خوا خلکو ته صحي غوښې وړاندې کړو.»
د کرنې وزارت له خوا په ټول هېواد کې پنځه لوی مسلخونه جوړ شوي، چې اوس مهال دوه لوی مسلخونه په کابل، یو په هرات او بل په بلخ کې فعالیت لري، چې یو مسلخ یې دکندز په ولایت کې تر دې دمه فعالیت نه کوي او په پام کې ده، چې په ښارونو کې د صحي غوښې د وړاندې په موخه نور مسلخونه هم جوړ شي.

تاکید وزیر زراعت بر عرضه گوشت صحی از سوی مسلخ‌های معیاری برای قصابان 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جلسه‌ای که به  منظور چگونگی حفظ مصوونیت غذایی، حفاظت از محیط زیست و توزیع گوشت صحی برای مردم برگزار شده بود تاکید بر عرضه گوشت صحی از طریق مسلخ‌ها برای قصابان و مردم کرد.
این جلسه که با حضور حبیب الله آخندزاده معین وزارت صحت عامه، مولوی محمد خالد معین خدمات شهری شاروالی کابل، داکتر نعیم الله ایوبی رییس مصونیت غذایی، نصرت الله یوسفزی  مسوول شرکت قراردادی مسلخ‌های وزارت زراعت و زین‌العابدین عابد رییس توزیع جواز اداره ملی خوراک و درمان در وزارت زراعت  برگزار شده بود در آن بر توزیع گوشت صحی از  طریق مسلخ‌ها برای قصابان تاکید صورت گرفت.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این جلسه بر اهمیت توزیع گوشت در بخش مصوونیت غذایی سخن زده افزود" ذبح حیوانات توسط قصابان سبب ناپاکی محیط زیست می‌شود و مملو از امراض است به منظور عرضه خدمات بهتر و عرضه گوشت صحی توزیع گوشت باید از مسلخ‌ها صورت گیرد".
 در همین حال نصرت‌الله یوسف‌زی  مسوول شرکت قراردادی مسلخ‌های وزارت زراعت گفت:" در این مسلخ‌های سرمایه گذاری بزرگی شده و دستگاه‌های مختلف به منظور کشتار و پروسس گوشت وجود دارد که گوشت صحی عرضه و ذبخ حیوانات به شکل اسلامی توسط دست صورت می‌گیرد و تمام پروسس و نگهداری آن به استنداردهای بین‌المللی صورت می‌گیرد که گوشت عاری از هرنوع مرض می‌باشد".
 همچنان حبیب‌الله آخندزاده معین صحت عامه وزارت صحت عامه پیرامون امراضی که از استفاده گوشت به انسان منقل می شود سخن زده گفت:" بیشتر امراض توسط گوشت و مواد خوراکی به انسان  سرایت می‌کند و انسان را مبتلا می‌سازد توزیع گوشت و ذبح آن در مسلخ و با تایید وزارت صحت عامه و بخش صحت حیوانی وزارت زراعت بسیار مناسب است".
در عین حال مولوی محمد خالد معین خدمات شهری شاروالی کابل از آلوده شدن محیط زیست از سوی قصابان یاد آوری کرده علاوه نمود:" قصابان شهر کابل محیط را آلوده می‌سازند و این یک اقدام خیلی خوب است تا ما بتوانیم گوشت صحی را از مسلخ‌ها برای قصابان توزیع نماییم، نیاز است تا مسلخ‌های دیگر نیز ساخته شود تا از یک طرف از آلوده‌گی و ناپاکی محیط و شهر جلوگیری کنیم و از سوی دیگر گوشت صحی به مردم عرضه نماییم".
پنج مسلخ بزرگ در کشور از سوی وزارت زراعت ایجاد شده است که در حال حاضر که دو مسلخ بزرگ آن در کابل، یک باب در هرات و یک باب در بلخ  فعالیت دارد که یک مسلخ آن  در ولایت کندز هنوز به  فعالیت آغاز نکرده است و در نظر است تا مسلخ‌های دیگر نیز به منظور عرضه گوشت صحی در شهرها ساخته شود.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS