دکرنې وزارت د بشري سرچینو د چارو تنظیم په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Jun 19 2023 3:21 PM
دکرنې وزارت د بشري سرچینو د چارو تنظیم په پار غونډه دائره شوه

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو د چارو تنظیم په موخه غونډه دائره شوه.
دا غونډه د کرنې وزارت د قراردادي او بالمعقطع کارکوونکو د ګمارنې او حق الزحمې په برخه کې د چارو د تنظیم په موخه جوړه شوې وه.
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي ته دنده سپارل شوې ده، چې د کرنې وزارت امکاناتو ته په کتو ددې وزارت د قراردادي او بالمقطع کارکوونکو د ګمارنې او د امتیازاتو او اضافه کارۍ وېش دې د کارکوونکو د مصروفیت پر اساس داسې ترتیب کړي، چې حق حقدار ته ورسېږي او په ځانګړې توګه تخنیکي او مسلکي کارکوونکي حفظ او تشویق شي، ترڅو د مسلکي کارکوونکو په ساتنې سره دکرنې وزارت خپلو استراټیژیکو موخو ته ورسېږي.
دغه غونډه د بشري سرچینو، مالي او حسابي، څېړنیو، طبیعي سرچینو او اجاره ورکوونې ریاستونو او دغه راز د معینیتونو د استازو په شتون کې دائره شوې وه.

جلسه به منظور تنظیم امور منابع بشری وزارت زراعت برگزار شد 
۲۹ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت به منظور تنظیم امور منابع بشری و مالی  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
این جلسه جهت تنظیم امور وزارت زراعت در بخش استخدام کارمندان قراردادی، بالمقطع و پرداخت امتیاز حق الخطر برگزار شده بود. 
 مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری مطابق به فیصله رهبری وزارت زراعت وظیفه مسئولیت دارد  که تمام امکانات وزارت زراعت در بخش استخدام کارمندان بالمقطع، قراردادی و تقسیم امتیازات، اضافه کاری حق الخطر را  به اساس مصروفیت کاری  طوری سوق دهد که حق به حقدار برسد و مخصوصا کارمندان تخنیکی و مسلکی حفظ گردیده و تشویق گردند تا وزارت زراعت با حفظ  کارمندان مسلکی به اهداف مطلوب و استراتیژیک تعین شده برسد.
این جلسه با اشتراک مسوولان ریاست‌های منابع بشری، مالی و حسابی، تحقیقات، منابع طبیعی، اجارده دهی  و نماینده‌گان معینیت‌های وزارت زراعت برگزار شده بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS