میدان وردګو ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي ټیم کړنې

mail-admin
Sat, Mar 04 2023 3:12 PM
میدان وردګو ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي ټیم کړنې

۱۳ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي ټیم ولسوالیو ته د خپل سفرونو په لړ کې دا ځل د جغتو او سیدآباد ولسوالیو ته سفر وکړ.
د میدان وردګو ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي ټیم د میدان وردګو ولایت
 اول زون تهچې د جغتو او سیداباد ولسوالیو څخه تشکیل ده د میدان وردګو ولایت مرستیال والی شیخ القران والحدیث شیراحمد حقاني په تفاهم او همغږۍ سفر وکړ او د یادو ولسوالوی له مسؤلینو قومي مشرانو او ملکانو سره یې وکتل.
په یادو ولسوالیو کې له اړوندو چارواکو او قومي مشرانو سره په غونډه کې د میدان وردګو ولایت د قضایای امارت آمر رازمحمد حلیم د یاد تخنیکي ټیم موخې او کړنې او د غصب مخنیوي کمېټې ایجاد باندې خبرې وکړې.
 دغه راز د میدان وردګو ولایت د عدلیې او ښارجوړونې رییسانو هم په خپل وار سره  د امیر المؤمنین حفظ الله  د(4)ګڼی(1444/3/7) نېټې فرمان او مقررې په اړه د یادو ولسوالیو ملکانو او قومي مشرانو ته معلومات ورکړ اود امارتي املاکو د غصب د مخنیوي لپاره یي د سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو همکارۍ اړینه وبلله.
په همدې حال کې د یادو ولسوالیو سیمه ییزو چارواکو و قومي مشرانو د میدان وردګو ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي ټیم ته د پوره همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې دتېر په څېر به امارت سره همکار او د غصب مخنیوی به کوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS