د بغلان دکرنې ریاست چارواکو د «FAO» ادرې له استازو سره وکتل

mail-admin
Wed, Mar 01 2023 10:15 AM
د بغلان دکرنې ریاست چارواکو د «FAO» ادرې له استازو سره وکتل

د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محراب الدین بلال د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې استازی انجنیر قریدالله شېرزاد او نورو همکارانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازو د مرکزي بغلان، پلخمري او دهنه غوري ولسوالیو کې د خپلو راتلونکو پروژو په اړه د بغلان دکرنې رییس ته مفصل معلومات وړاندې کړل. دغه رار یادو استازو وویل، چې د «FAO» اداره په پام کې لري، چې په یادو ولسوالیو کې پر ۳۶۰ مخکښو بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او نور اړونده توکي  ووېشي.
په همدې حال کې د بغلان دکرنې رییس قاري محراب الدین د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازو څخه مننه وکړه، چې په دې ولایت کې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې پروژې پلي کوي او دوی ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS